د عمومی رئیس بیوگرافی

 میرمن فاطمه – ګیلانی د افغانستان د معزز مذهبی مشر ښاغلی پیر سید احمد- ګیلانی فرزند په کال ۱۹۵۴/۱۳۳۳ د کابل په ښارکی زیږیدلی ، دملالی لیسی ځخه د فراغت وروسته، لوړ تحصیلات یی د ایران د اسلامی جمهوریت په ملی پو هنتون کی ترسره کړی او خپله ماستری یی د اسلامی علومو په څانګه کی د انګلیستان د اسلامی پوهنتون ( Muslim Collage) څخه لاسته راوړ.
میرمن فاطمه - ګیلانی د جهاد په دوران کی د مجاهدینو د ویاند په توګه دنده ترسره کړی اود ماشومانو د پالنی او د ټپی مجاهدینو د درملنی په برخه کی د ستاینی وړ خدمتونه ترسره کړی دی .


نوموړی په هیواد کی د ښځو /  اوبشر د حقوقو په تامینولو او په هیواد باندی د پخوانی شوروی د یرغل سره دمخالفت ستر رول اداکړیدی . همدارازهغی د (( بن )) په کنفرانس کی د ناظر په توګه ګډون درلود.
میرمن فاطمه – ګیلانی د اساسی قانون په کمیسیون کی د کمیسیونر دنده په غاړه در لود او د دواړو لویو جرګو ( بیړنی او اساسی قانون) غړیتوب یی لرله .
میرمن ګیلانی په کال ۱۳۸۴ لمریز کی د افغانی سری میاشتی ټولنی د عمومی ريیس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د ( هغه فقیه چی صدارت ته ورسید د افغانستان د فقید صدراعظم مرحوم محمد موسی شفیق بیو ګرافی او د لندن جوماتونه ) تر سرلیکونو لاندی دوه لیکلی آثار هم لری .