زموږ خدمتونه

په افغانستان کې د کلینیکونو، روغتونونو او سیمه‌ییزو پروګرامونو له لارې د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه.

لنډه کتنه

افغاني سره میاشت په ټول هېواد کې زیان‌منو ټولنو ته اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. په دې کې لرو کلیو ته ګرځنده کلینیکونه او په بهر کې تخصصي جراحي ته د ناروغانو راجع کول شامل دي.

روغتیايي کارکوونکي

134

ډاکټران

26

د غاښونو ډاکټران

42

درمل جوړوونکي

221

نرسان

122

تخنیکران

healthprogram

د ثابتو روغتیايي کلینیکونو پروژه

افغانې سرې میاشتې په ولایتونو کې ۴۷ ثابت کلینیکونه جوړ کړي چې د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم فعالیت کوي. زرګونه اړمن کسان په دې مرکزونو کې وړیا درملنه ترلاسه کوي.

mobile-clinic

ګرځنده روغتیايي کلینیکونه

ګرځنده روغتیايي ټیمونه د افغانې سرې میاشتې د خدمتونو مهمه برخه ده. دا ټیمونه له ناورینونو اغېزمنو، بې‌ځایه شویو او د هغو لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه رسوي چې روغتون ته لاسرسی نه لري.

د اېچ‌آی‌وي او اېډز د مخنیوي پروژه

د اېچ‌آی‌وي او اېډز د مخنیوي پروګرام د خوندي ژوند لپاره په ټولنو کې پوهاوی زیاتوي. د ناروغۍ مخنیوی، د نښو پېژندنه او د لېږد لارې د دې روزنې برخې دي.

د روغتون پروژه:

د روغتیايي خدمتونو ریاست په کابل کې یو سمبال ۷۰ بستریز روغتون او په پروان کې پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې روغتون جوړ کړی دی. هره ورځ په دغو مرکزونو کې د سلګونو وګړو درملنه کېږي.

Congenital heart disease:

د زړه مورزادې ناروغۍ:

د زړه په مورزادي ناروغیو د اخته ماشومانو د درملنې له پیل راهیسې د روغتیايي خدمتونو ریاست لسګونه زره ناروغان ثبت کړي دي. په کورنیو او بهرنیو روغتونونو کې د زرګونو ماشومانو درملنه شوې ده. د هر ماشوم د درملنې لګښت له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې ښودل شوی چې افغاني سره میاشت، د چین سره صلیب، افغان حاجیان او په کابل کې د هند سفارت یې تمویلوي.

ccbhi

د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو پروګرام:

په ټولنه کې لومړنۍ مرستې د ملي ټولنې له بنسټیزو خدمتونو څخه دي. د لومړنیو مرستو پروګرام په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري او ۲۵۰۰ رضاکاران یې روزلي دي. دغه رضاکاران په هېواد کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.